افغانستان نړۍ

امريکا د القاعدې د يوه لوړپوړي غړي د نيولو پر سر پنځه ميليونه ډالره جايزه وټاکله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعدې شبکې د یو لوړپوړي غړي حمزه صالح د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه.

لانګ وار ژورنال په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې حمزه صالح د القاعده شبکې «مهم غړی»دی او د«القاعدې د څانګو د تنظیم، ستراتیژیو ټاکلو او همغږي کولو» مسولیت لري.

د دې مجلې د راپور له مخې حمزه صالح په اصل کې د سعودي عربستان دی.

لانګ وار ژورنال زیاته کړې چې حمزه صالح په ۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد د اسامه بن لادن ترڅنګ جګړه کړې وه.

د لانګ وار ژورنال د راپور پر بنسټ، نوموړي په ۱۹۹۰ لسیزه کې په تاجکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې هم برخه اخیستې ده.

دغې مجلې لیکلي چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې حمزه صالح د بن لادن د ځانګړو ساتونکو د مشر په توګه ګمارل شوی و.

لانګ وار ژورنال وايي، شونې ده د القاعده شبکې دغه جګپوړی غړی د افغانستان او ایران ترمنځ سفر وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ورکړی و، چې القاعده شبکه د افغانستان په هلمند، هرات او فراه کې کورونه لري، چې ایران ته د تګ پر مهال د دغې شبکې غړي ترې کار اخلي.

تر دې مخکې طالبانو دوی تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی و.

طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره به اړیکې پرې کوي.

خو دغه خبري مجله وايي چې د نښو او شواهدو له مخې د دې احتمال شته چې حمزه صالح په افغانستان او یا ایران کې مېشت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې فاکس نیوز هم مخکې د القاعدې د مشر د وروستي پیغام په تړاو چې افغانستان ته یې خپلو جنګیالیو ته بلنه ورکړې وه، د مجلې د مخکیني راپور په حواله راپور ورکړی و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ترهګرو لپاره په «خوندي جنت» بدل شوی دی.