په بلجیم کې د «ذایقې نړیوال انسټیټیوټ» د هرات زعفران د ٢٠٢٤ کال د«غوره خوند» جایزې ګټونکي اعلان کړل.
دغه بنسټ ویلي چې د هرات زعفرانو د نړۍ غوره داورانو او پخلي کوونکو د پلاوي له لورې لومړی مقام خپل کړ.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زراعت وزارت هم اعلان کړی چې د هرات زعفران چې په دې سیالیو کې د افغانستان د استازیتوب لپاره استول شوي وو، سږ کال د نهم ځل لپاره دا جایزه ګټلې ده.