په یوه ورځ کې نږدې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په «اختیاري او جبري ډول» ويستل شوې او هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (سه شنبه د غبرګولي ٨مه) له پاکستان او ايران څخه ٣٤٤ افغان کډوالې کورنۍ ويستل شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس ویلي چې ۶۵ کورنۍ د تورخم او ۶۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
په ورته وخت کې ۷۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او ۱۴۰ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې (دوشنبه، د غبرګولي ۷مه) هم شاوخوا ۳زره۵۰۰ کډوال په خپله خوښه او جبري ډول ایستلي وو.