افغانستان

اوچا: په غور او فاریاب کې دسېلابونو له امله۱۲۰ تنه مړه شوي

عکس از آرشیف.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، په غور او فاریاب ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د غويي د ۲۸مې او ۲۹مې تر منځ سېلابونو په غور کې لس او په فاریاب کې اته ولسوالۍ اغېزمنې کړې دي.

په راپور کې راغلي: «د غور ولایت په چهارسدې، دولت یار، دولینه، فیروزکوه، لعل، سرجنګل، مرغاب، پسابند، ساغر، شهرک او تولک او همدارنګه د فاریاب ولایت په اتو ولسوالیو کې د المار، بلچراغ، چهلګزي، دولت آباد، خیبر، میمنه، پښتونکوټ او قیصر د سيلابونو په پايله کې اغیزمن شوي دي.»

د راپور له مخې، د غويي په ۲۸مه په فاریاب ولایت کې د دغو سېلابونو په پایله کې شاوخوا ۵۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې او بیا د غويي په ۲۹مه د سېلاب دویمې څپې شاوخوا يوزرو۳۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې.

اوچا ويلي، چې د لارې د بندېدو له امله د بلچراغ او خيبر کلي له مرستو بې برخې شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په غور ولایت کې د لومړنیو ناتایید شویو راپورونو له مخې له ۶زرو څخه زیاتو کورونو، له يوزرو ۲۰۰ څخه زیاتو دوکانونو او نورو مهمو ملکي زېربناوو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.

په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د مرغاب ولسوالۍ د مرغاب سیند زيانمنې شوي غاړې چې د اوبو د جريان مخه یې نیولې او نورو ګاونډيو کليو کې د نورو سيلابونو د راوتلو سبب کېږي د اوبو د لوى احتمالي ګواښ سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد يو شمېر ولايتونه په تېره بيا شمال، شمال ختيځ او لويديځ د سختو سېلابونو شاهدان وو چې دسلګونو کسانو ژوند يې واخيست او زرګونه کورنۍ يې بې ځايه کړې.؛ خو سېلاب ځپلي د طالبانو له لوري د سېلاب ځپلو د ژغورنې د عملياتو له سستوالي شکايت کوي.