افغانستان

یوناما په بامیان کې پر ګرځندويانو برید «ترهګرېز» وباله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید «حيرانه»کړي دي.

یوناما پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د افغانستان په بامیان په ولایت مرکز کې پر ملکي وګړو او ګرځندويانو باندې د مرګوني ترهګریز برید له امله سخت خواشیني او غمجن یو.»

د ملګرو ملتونو د مرستندويه  پلاوي دفتر د دغه برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغې پېښې په څېړلو کې به مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بامیانو کې پر بهرنیو ګرځندويانو د وسله وال برید په غبرګون کې ویلي چې دی دا برید «ترهګریز» ګڼي او غندي يې.

له بل پلوه په تېر حکومت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د دغه برید په تړاو پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښه «له تمې خلاف» نه وه.

هغه پر اېکس لیکلي: «کله چې یوه ترهګره ډله د نړیوالو ګرځندويانو د امنیت ساتنې لپاره ګمارل کیږي، د همداسې ویرونکې پیښې تمه ترې کیږي.»

د بامیانو په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله والو په برید کې د څلورو بهرنیو ګرځندويانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.