افغانستان

د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال نن کابل ته راځي

ټاکل شوې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروکس نن کابل ته راشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وياند مرستيال فرحان حق پرون (سه شنبه د غويي په ٢٤مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ښاغلى لاکروکس سبا (چهارشنبه د غويي په ٢٥مه) افغانستان ته ځي.

د ملګرو ملتونو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال به د دغه سفر پر مهال د چاودېدونکو توکو د اغېزو په اړه وینا وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، نوموړی به دوې ورځې (د مٸ مياشتې تر ولسمې) په کابل کې پاتې شي او په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د اغېزمنې تګلارې پر لارو چارو به غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۸۲۱ کسان وژلي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د دغو ماینونو دچاودنو  ۸۱ سلنه زيانمن ماشومان دي.