افغانستان

دفغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافيرې د سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

 دافغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر چې په قطر کې اوسیږي، په ټول هیواد کې د سیلاب ځپلو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په اوسني وضعیت غمجن دي.

هغه پر اېکس لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو په جلبولو  کې برخه اخلي.

آغلې ډېکر وویل: «متحده ایالات د بیړنیو مرستو، خواړو او طبي تجهیزاتو د راټولولو او په دې برخه کې د خپلو شریکانو د کړنو ملاتړ کوي.»

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې همدا راز په بغلان او نورو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د رامنځته شوې بې مخينې مرګ-ژوبلې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ، یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان وژل شوي او تر يو زر۶۰۰ ډېرکسان ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې اداره ويلي، په بغلان کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ زرو ډېرو ماشومانو خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي.

دغه راز په تخار، بدخشان، سمنګان، فاریاب، سرپل، هرات، بادغیس، غور او کندهار ولایتونو کې د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي او د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.