افغانستان

سرچینې: په ننګرهار کې د طالبانو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي

په ننګرهار ولايت کې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د لاريون کوونکو د خورولو لپاره د طالبانو په ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

 د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د خپلو کورونو د نړولو په اعتراض کې پرون (پنجشنبه د غويي په ٢٠مه) د جلال اباد – تورخم لويه لاره د دوو ساعتونو لپاره تړلې وه.

 طالبانو دغو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې د دوی کورونه به وران کړي. 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو ځايي خلکو ته ويلي و، چې غواړي هلته نوی ګمرک جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم په بدخشان کې د طالبانو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي وو.