افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ شړلي دي

په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په زوره ایستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په يوه ورځ کې (د غويي په ١٨مه) له پاکستان او ايران څخه ٢٧٠ کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

ویل کېږي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له سرحدي لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو کډوالو له ډلې څخه ١١٦ کورنۍ په “جبري توګه” له پاکستانه ايستل شوي او پاتې نورې يې په خپله خوښه او جبري توګه له ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، له دې جملې څخه ٦٧ کورنۍ د تورخم له لارې، ٤٩ کورنۍ د سپين بولدک له لارې، ٦٠ کورنۍ د نيمروز ولايت د پل ابرېشم له لارې او ٩٤ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې دغو دواړو هېوادونو هم د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د ثور ۱۷) شاوخوا ۴۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم ګړندۍ کړې ده.