افغانستان

د افغان خبریالانو فدراسیون د طالبانو له زندانه د ندا محمد نوري د خلاصون غوښتنه وکړه

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د رسنیو پر کارکوونکو د فشار په اچولو سره د بیان ازادي “زندۍ” کوي.

دغه سازمان په پروان ولايت کې د ملي تلويزيون د خبريال ندا محمد نوري پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړې او له رسنيو ملاتړو بنسټونو يې غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي. څو ښاغلی نوري په بې قيده او شرطه خوشي کړي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو او د ندا محمد نوري همکارانو تر اوسه د دغه خبريال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

دخبرپاڼې په ټکو د خبریالانو نیول یو “خصمانه” عمل دی او طالبان غواړي د رسنیو پر کارکوونکو د فشار په اچولو سره په هېواد کې د بیان ازادي “زندۍ” کړي.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون دا هم وايي چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو چلند سخت شوى دي.

د دې اعلاميې له مخې، د طالبانو د استخباراتو رياست په تېرو لسو ورځو کې شپږ خبريالان نيولي او په کابل کې يې د دوو خصوصي رسنيو دروازې هم تړلې دي.

دغه بنسټ وايي، په دې موده کې د طالبانو استخباراتو په غزني ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثير، د اقرا راډیو کارکوونکی وحیدالله معصوم، د ناز راډیو کارکوونکی اسماعیل سعادت او د ولس غږ راډيو کارکوونکی احسان الله په خوست او ننګرهار کې د شمشاد ټلویزیون کارکوونکی شکیل احمد سعید نیولي او طالبانو په کابل کې د بریا او نور تلویزیونونو دروازې هم تړلې دي.

د افغان خبریالانو فدراسیون له طالبانو غوښتي؛ د رسنیو په وړاندې د سخت چلند څخه لاس واخلي او په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه محدود نه کړي.