افغانستان

طالبانو په پنجشېر ولايت کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو د شنبې په ورځ (د غويي ۱۵) په پنجشېر ولایت کې دوه تنه د “زنا” په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې دغه دوه کسان هر یو يې ۳۹ دُرې ووهل شول.

طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د شنبې په ورځ هم طالبانو په پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې درې تنه په عام محضرکې په درو وهلي وو.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې وهلي دي. د یوناما په تازه راپور کې ویل شوي، چې دطالبانو لخوا دا ډول مجازاتو دوام لري.