افغانستان

دافغانستان لپاره د امريکا سفارت وياند په دغه هېواد کې د خبريالانو نيول خواشينوونکي وبلل

Journalists at a press conference in Kabul in June 2022. File photo.

دافغانستان لپاره د امريکا سفارت وياند ماريو کريفو په افغانستان کې د خبريالانو د ځورونې د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: “موږ د خبريالانو د ځورونې او نيولو په پېښو کې د ناهيلې کوونکي زياتوالي شاهدان يو.”

هغه (د می ٣) د آزادو رسنيو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره د رسنیو د فعالیت چاپیریال “پېچلى” دی او “حکومتي” [طالبانو] فعالیتونو معلوماتو ته لاسرسی محدود دی.

ښاغلی کریفو چې اوس په قطر کې دی، همداراز ټینګار کړی چې د ښځینه خبریالانو شمېر او په افغان رسنیو کې د ښځو استازیتوب کم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د بندیزونو له امله یو شمېر رسنۍ وتړل شوې او په هېواد کې لسګونه خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.