ترکیې له اسراییلو سره سوداګري وځنډوله

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په غزه کې بشري ناورین زیاتیدو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې ترکیې د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو سره ټولې سوداګریزې اړیکې وځنډولې.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په یوې اعلاميه کې ویلي: “د اسراییلو اړوند دصادراتو او وارداتو راکړه ورکړه بنده شوې، چې ټول محصولات پکې شامل دي.”

د رویټرز په وینا ترکیه به دا نوي اقدامات ترهغې پورې په جدي او پرېکنده ډول پلي کړي ،څو چې اسراییل غزې ته د کافي بشري مرستو د استولو اجازه ورکړي.

په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییلو او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۶،۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.

تېره میاشت ترکیې له اسرائیلو سره په سوداګرۍ ځینې محدودیتونه وروسته له هغې ولګول چې له اسرائیلو یې د غزې پر خلکو د هوا له لارې د مرستو د وېش اجازه ترلاسه نکړه.