افغانستان

نن په کابل کې د ۹ خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو شپږم تلين دى

نن د اپرېل ۳۰مه (د تلې ۱۱مه) د کابل په شش درک کې د ځانمرګي برید له امله د ۹ خبریالانو او انځور اخېستونکو د وژل کېدو شپږم تلين دى.

د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه په کابل کې یو شمېر خبریالان د یوه برید د پوښښ لپاره راټول شوي وو، چې دویم برید پرې وشو او د ۹ خبریالانو او انځور اخيستونکو په ګډون یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل.

په دې برید کې د طلوع نیوز انځور اخېستونکى یارمحمد توخي، د فرانسې آژانس انځور اخيستونکى شاه مري فیضي، د ازادي راډیو خبریاله فرشته محرم درانۍ، عبدالله حنانزی، سباوون کاکړ د آزادي راډيو خبريالان، د يک ټلویزیون خبریال غازي رسولي، ديک ټلویزیون انځور اخېستونکى نوروز علي رجبي، محمد صیب د مشال ټلویزیون خبریال محمد سلیم تلاش و د مشال تلویزیون انځور اخېستونکى علي سلیمي وژل شوي وو.

په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي ځايي خبریال احمدشاه هم په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

۲۰۱۷ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. سږ کال په بېلابېلو بریدونو کې ۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.