افغانستان

په هرات کې پر امام زمان جومات برید پراخ غبرګونونه راپارولي دي

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په هرات ولایت کې د امام زمان پر جومات د برید په تړاو ویلي چې داعش د افغانستان او ایران لپاره ګډ ګواښ دی.

که څه هم داعش ډلې په رسمي ډول د دې برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو ښاغلي قمي د دغه برید په تړاو پر ایکس لیکلي دي، چې له داعش سره په مبارزه کې همکاري د ایران او افغانستان له لومړیتوبونو څخه ده.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې دغه برید غندلی و او د دغې پېښې د عاملینو د نيولو او هغوى ته يې دسزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

د يادونې ده، چې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات د برید په ترڅ کې شیعه عبادت کوونکي په نښه شوي وو.

له بلې خوا د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید «ترهګریز» ګڼلى او هغه یې د دیني او بشري معیارونو خلاف بللی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د تېر حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید «بزدلانه» بللی او غندلی یې دی.

له بلې خوا د افغانستان د ازادۍ جبهې هم په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او ادعا یې کړې چې: دا برید د هزاره، شیعه او نورو قومونو په وړاندې په افغانستان کې د فرقه ایزو اختلافاتو د غوړولو په هدف د طالبانو په ملاتړ د ترهګرو ډلو له خوا ترسره شوی دی.”

دغې جبهې د دغه برید په تړاو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې طالبانو سره د تعامل او «باج ورکولو» د پالیسۍ د دوام څخه لاس واخلي.

طالبانو ویلي دي چې په هرات ولایت کې د امام زمان پر جومات په برید کې ۶ تنه وژل شوي دي.

ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې څلور ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.