افغانستان

طالبان وايي، دوی د بشري مرستو د وېش له بهير «څارنه»کوي

طالبان وايي چې دوی د «بې عدالتۍ» د مخنيوي لپاره دبشري مرستو د وېش په څرنګوالي څارنه کوي.

د طالبانو ویاند ادعا کړې، چې د دوی د اقتصاد وزارت د بې عدالتۍ د مخنیوي په موخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د وېش «څارنه» کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ويډيو کې چې ددوى تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون لخوا خپره شوې، د ملګرو ملتونو د بنسټونو د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د دوی د ادارې مداخله رد کړې ده او ویلي يې دي، چې دوی دا بهير په عمومي توګه څاري.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په یوه راپور کې ویلي وو، چې د بشري مرستو په پلي کولو کې لاسوهنه یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې د دوی کارونه یې د ځنډ سره مخ کړي.

مجاهد وویل: « هغه نړیوالې مرستې چې کېږي له شکه پرته چې د دوی په خپل اختيار کې وي. البته، د اقتصاد وزارت پر دې عمومي څارنه کوي؛ ترڅو بې عدالتي ونه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش یا سیګار هم تر دې وړاندې د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو د لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو، چې طالبان د افغانانو لپاره له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه پورته کوي.

یونېسف مخکې هم ویلي وو چې د روان کال په مارچ میاشت کې يې د بشري مرستو په بهیر کې، چې د ښځو په ګډون ترسره کېږي د طالبانو د لاسوهنې ۱۷ قضیې ثبت کړي دي.