افغانستان

د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوی له طالب چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي

د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د دغه سازمان یو لوړ پوړی پلاوی په کابل کې له طالب چارواکو سره د ښځو پر حقونو خبرې کوي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړې استازې او د بشري حقونو او د ښځو چارو وزارت درې ښځینه چارواکي د افغانستان او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه د پرېکړه ليکونو د تعقیبولو لپاره د طالبانو سره د خبرو په لټه کې دي.

دغه پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر او د طالبانو ريس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي د پوهنې، سوداګرۍ، روغتیا او نورو برخو کې د ښځو ونډه مهمه بللې او د ښځو اساسي حقونو ته یې د طالبانو د پاملرنې خبره کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې ښوونځي، پوهنتون، تعلیمي موسسو ته د تګ او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په مطلق اکثریت کار کولو له بندیز سره مخ دي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم ارون وویل: «طالبان په بشپړه توګه درواغ وايي چې د ښځو او نجونو اسلامي او بشري حقونو او ازادۍ ته یې درناوی کړی او تضمین کړی يې دي. زه هیله لرم چې د دې سازمان پلاوی له طالبانو څخه دا پوښتنه وکړي چې کله تاسو دا ډول ادعا کوئ، په کوم اساس په افغانستان کې ښځې او نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اساسي حق نه لري؟

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې کابل ته یې د خپل پلاوي د سفر په اړه خپره کړې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه د پرېکړو د تعقیبولو په لټه کې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د دغه سازمان وروستي پرېکړه ليکونه او اعلاميې په پرله پسې ډول د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځيو، پوهنتونونو او تعليمي ادارو پر بيا پرانېستلو او د اسلام له نظره د ټولو لپاره د زده کړې د مساوي فرصتونو په برابرولو ټينګار کوي. دې ته ورته، هغوى له طالبانو وغوښتل، چې د زده کړو ترڅنګ دې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، څو د ټولنې او اقتصاد برخه وي.

په ورته مهال طالبانو په ګمبیا کې په راتلونکې غونډه کې له دغه سازمان څخه غوښتنه کړې،چې دوى د ګډون بلنه ورکړي. په داسې حال کې چې دوی له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان مهمې برخې او غوښتنې نه دي عملي کړي.

د ښځو د حقونو فعالې هاديه صاحبزاده وويل: “موږ له دغو سازمانونو څخه غواړو چې د طالبانو دې ته مجبور کړي،ترڅو ښځې بېرته خپل کار او زده کړو ته راستنې شي. موږ باید هیر نکړو چې ښځې د زده کړې له پلوه په ټیټه کچه کې دي او نجونې کولى شي،چې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړي.»

عبدالسلام حنفي همداراز د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته د طالبانو تر سیوري لاندې د ښځو د اساسي حقونو د تطبیق په اړه يادونه وکړه او د میراث حق یې د بېلګې په توګه ياد کړ. په داسې حال کې چې ښځې وایي، طالبان په زیاتیدونکو محدودیتونو سره ددوی د عامه ژوند څخه د لیرې کیدو په لټه کې دي.

د نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د سازمانونو، د یوشمېر اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو د سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو له غوښتنو سربېره طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له لګول شویو بندیزونو څخه یو ګام هم شاتګ نه دی کړی. برعکس، د دوی مشر وویل، دوی به د لویدیځ د بشري حقونو له ارزښتونو سره په عامه توګه د ښځو د سنګسارولو پورې مبارزې ته دوام ورکړي.