افغانستان

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل پای ته ورسېد

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل نن پای ته ورسېد.

پاکستاني رسنیو ویلي چې په دې پړاو کې د «اې سي سي» یا تابعیت کارت لرونکي کسان هم چې شمېر یې تر ۸۰۰ زرو ډېر دی، له ایستلو سره مخامخ دي.

له بلې خوا د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، چې د پاکستان له خوا د کډوالو د ډله ییز ایستلو د دویم پړاو پیلول له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او اسلام اباد باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به پیل شي.

په دې پړاو کې هغه افغانان چې په پاکستان کې د تابعیت هم کارتونه لري له ایستلو سره مخامخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د دغو کډوالو شمېر ۸۴۰ زره اعلان شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند وايي، چې افغان کډوالې نجونې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له زده کړو بې برخې کېږي.

قیصر آفریدی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند وایی: «په داسې حال کې چې موږ د قوانینو پلي کولو لپاره د پاکستان خپلواک حق درک کوو، موږ له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو سخت وضعیت ته پام وکړي.»

له بلې خوا، د کډوالۍ د نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې په لومړي پړاو کې له پاکستانه څه باندې پنځه سوه زره کسان له پاکستانه وتلو او یا ایستلو ته اړ شوي دي.

د طالبانو د کډوالۍ او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي چې په تېرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه تر سلو ډېر هېوادوال راستانه شوي دي.

د کډوالو د حقونو ځینې فعالان له پاکستانه غواړي چې د ایستلو د دویم پړاو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

محمد خان طالبي احمدزی، د کډوالو د حقونو فعال وایی: «په دویمه مرحله کې د افغان کډوالو ایستل او په زوره د هغوی راستنېدل له بشري حقونو څخه سرغړونه ده. پاکستان باید د بشري حقونو نورمونو ته درناوی وکړي او هغه ژمنې پوره کړي چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې له کډوالو سره کړې دي.»

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د پاکستان د پرېکړې له پلي کېدو سره به په افغانستان کې د دوی ژوند له خطر سره مخ شي او پر دې سربېره به د دوی لوڼي د طالبانو له تعلیمي او تحصیلي محدودیتونو سره مخ شي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې تمه کېږي اسلام آباد په درېیم پړاو کې د تابعیت کارت اسنادو لرونکي کسان چې شمیر یې یو میلیون درې سوه زره اټکل شوی دی له پاکستان څخه وباسي.

د “پي او آر” کارت یا د راجستریشن سند د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ کډوالو ته وېشل شوی او دا کارتونه په هرو دوو کلونو کې نوي کېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې، د پاکستان حکومت، د افغانستان د پخواني حکومت په همکارۍ، په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره “اې سي سي” کارتونه معرفي کړل.