افغانستان

د مقاومت جبهې په کابل کې د طالبانو د یوه غړي د وژلو ادعا کړې ده

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې د دې جبهې غړو په کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.

دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ترسره شو، یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دا برید د چهارشنبې په شپه ۸:۲۰ بجو وشو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.