افغانستان

د يوې څېړنې موندنې: ملګرو ملتونو ته د امریکې مرستې د «طالبانو په لاس» ورځي

د «پرو پابلیکا» د موندنو له مخې چې د نیوز نیشن لخوا خپره شوې، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان تر اوسه له ملګرو ملتونو څخه ۲.۹ میلیارده ډالر نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.

نیوز نیشن د دې څیړنې د موندنو په خپرولو سره راپور ورکړی چې، دا مرستې د دې لامل شوې چې د امریکا د مرستو بودیجه طالبانو ته ولېږدول شي.

د دې راپور له مخې، دا موندنې لومړی روڼ راپور دی چې، طالبانو ته د امریکا مالي سرچینې څنګه برابرېږي او د دې څېړنې موندنې ښيي چې، ښايي د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا مرستې تل د افغانستان اړمنو وګړو ته ونه رسېږي.

په دې راپور کې ویل شوي، که څه هم ملګري ملتونه په افغانستان کې د یوه خصوصي بانک له لارې په دغو موسسو پورې تړلې مرستندویه موسسو او غیر انتفاعي بشري ټیمونو ته مالي مرستې ویشي؛ خو د دې مالي سرچینو ځینې برخه د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ته ځي.

د پرو پابلیکا په راپور کې د ملګرو ملتونو له لارې د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک ته د امریکا د مالي مرستو کره اندازې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

نیوز نېشن په دې راپور کې دا هم ویلي چې، که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکو مرکزي بانک ته د نغدو پیسو سپارل رد کړي دي. خو دې چارواکو ویلي دي چې، له دې څخه د مخنیوي کومه لاره نشته ځکه؛ چې افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې، تېره اوونۍ د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناتور مارکو روبیو کانګرس ته داسې طرحه وړاندې کړه چې، پر اساس به یې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا ټولې مالي مرستې بندې شي.