افغانستان

په کندهار کې د کابل بانک د څانګې مخې ته یوې چاودنې درې کسان وژلي دي

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته چاودنې لږ تر لږه درې تنه وژلي او ۱۲ نور
یې ټپیان کړي دي.

د کندهار د طالبانو امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې د دې چاودنې نوعیت ځانمرګی برید بلل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، برید د پنجشنبې په ورځ سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شو، چې ګڼ شمېر خلک د پیسو اخیستو لپاره د بانک مخې ته ولاړ وو.

طالبانو ویلي چې د دې پېښې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت چې د کندهار روغتون ته لېږدول شوي، «ښه» بلل شوى دى.

خو سرچينې وايي چې په دې پېښه کې د مړو او ټپيانو شمېر تر دې زيات دى.

د کندهار د طالبانو امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې داعش د دې پېښې عامل بلل شوی او د «خوارج» په نوم یاد شوی دی.

خو تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.