افغانستان

سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۷ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې؛ سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۷ میلیونه ډالره نوره مرسته کړې ده.

په دې توګه له ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه له افغانستان سره د سویس ټولې مالي مرستې ۱۹،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د ۱.۷ میلیونه ډالرو مرسته په داسې حال کې کېږي چې اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سږ کال په هیواد کې ۲۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د وروستي راپور له مخې، ښځې د دي اړو خلکو ٥٢٪ برخه جوړوي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د افغان کډوالو له راستنېدو او د ژمي په رارسېدو سره کړکېچونه لا زیات شوي دي، چې له امله يې له ګاونډيو هيوادونو څخه راستانه شوي زرګونه کسان د استوګنې، خوراکي توکو او روغتيايي خدمتونو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.

خو له تېر اکټوبر میاشتې راپه دی خوا پاکستان نږدې نیم میلیون افغان کډوال شړلي او هيواد ته د ستنېدو پر مهال یې د سرپناه او خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي دي.