افغانستان

په امریکا کې یو افغان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور نیول شوی دی

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا پولیسو په دې هیواد کې پر یوې مېرمنې د جنسي تېري په تور یو افغان چې هارون حکیمي نومېږي او د افغانستان هیواد د پخواني حکومت یو چارواکی هم دی؛ نیول شوی دی.

د ویرجینیا ایالت د پرېنس ویلیم ښار د پولیسو په وینا، یوې ۲۷ کلنې ښځې هارون حکیمي په خپل کور کې په جنسي تېري تورن کړی دی.

خو د پولیسو ویلي چې، د امریکا د ویرجینیا ایالت په پرېنس ویلیم ښار کې یوې ۲۷کلنې مېرمنې د ښاغلي حکیمي پر ضد شکایت ثبت کړی دی.

د پولیسو په وینا، دې ۲۷ کلنې مېرمنې پر ښاغلي حکیمي د جنسي تېري تور لګولی او تر دې مخکې یې ورسره اړیکه درلوده.

د پولیسو د دې راپور له مخې ښاغلی حکیمي د تورنې په کور کې اوسېده، چې دغه ښځه له پېښې وروسته له خپل کوره وتلې او پولیسو ته یې زنګ وهلی دی.

ښاغلي حکیمي تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.