افغانستان

د ايران د سرحدي ځواکونو قوماندان:هغه ترهګریزه ډله مو ونیوله چې غوښتل یې له افغانستانه ایران ته ننوځي

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي ویلي: «یوه ډله «ترهګر» چې غوښتل یې د دې هیواد خاورې ته ننوځي، د (نهبندان )په سرحدي سیمه کې د ایراني پوله ساتونکو له خوا ونیول شول.

ايراني رسنيو د هیواد د سرحدي ځواکونو د قوماندان په حواله خبر ورکړى، چې دغو ترهګرو غوښتل له افغانستان څخه ايران ته ننوځي، چې له نښتې وروسته يې يو شمېر غړي نيول شوي او د ماينونو، په ګډون يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم له ريموټ کنټرول سره تر لاسه شوي دي، جنګی مهمات او شپني دروربینونه هم له دوی څخه ترلاسه شوي دي.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان هم ویلي دي چې، د يادې ډلې یو شمېر غړي د هیواد له پوله ساتونکو سره په نښته کښې ژوبل شوي او افغانستان ته تښتیدلي دي.

تر اوسه وسله طالبانو د دې پېښې او د ايران د سرحدي ځواکونو د قوماندان د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.