افغانستان

اتونبایوا د امنیت په شورا کې: د «دوحې درېيمه غونډه» به د جون په میاشت کې جوړه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیالې روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې وویل چې؛ ټاکل شوې د «دوحې درېیمه غونډه» د روان میلادي کال د جون په میاشت کې جوړه شي.

د یوناما مشرې زیاته کړه چې؛ په نږدې راتلونکي کې به په دوحه کې دوه غونډې جوړې شي.

نوموړې هیله مندتیا څرګنده کړه چې، که څه هم طالبان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالف دي، خو په هغو بحثونه چې اوس تر سره شوي دي، ښايي دوی له دې پرېکړې سره رضايت وښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرکچي پلاوي مشرې په دې غونډه کې دا هم وویل: «له طالبانو سره د خبرو اترو اړتیا ده.»

دا وايي چې؛ طالب چارواکي «له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د همغږۍ پر اړتیا» موافق نه دي.

مېرمن اتنبایوا زیاته کړه؛ له نړیوالې ټولنې سره د دې هیواد همغږي د افغانانو د هیلو پوره کولو لپاره د (ښځو او نجونو حقونو ته د پوره درناوي، د ټولو توکمونو او مذهبونو د حقونو او لا زیاتو اقتصادي فرصتونو برابرولو) ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ د «افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې» وویل چې؛ امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي د مرستیال د ماموریت د غځېدو ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر په دې غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: «د امریکا متحده ایالات به له افغانو ښځو سره په ټولنه کې د ونډې اخیستو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

رابرټ ووډ ویلي دي چې؛ د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو څخه په «کلکه» ملاتړ کوي. تر څو دغه استازی وکولای شي چې، د نړیوالې ټولنې په همکارۍ له طالبانو او نورو سیاسي ګوندونو سره چې د دې هیواد په مسئلو کې راښکېل دي، کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو په وار وار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تر دې مخکې له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې؛ ښايي دغه ځانګړی استازی د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او ځینې شیان پر طالبانو تحمیل کړي.