افغانستان

ده هېل: افغانستان له «۱۱سپټمبر» مخکې شرایطو ته ستنېږي

د (ده هېل) ورځپاڼې خبر ورکړی چې؛ افغانستان یو ځل بیا د «نړیوال تروریزم» لپاره په خوندي استوګنه بدل شوی او د «سپتمبر له ۱۱»څخه مخکې شرایطو ته روان دی.

په دې راپور کې راغلي چې؛ طالبان له القاعدې، د پاکستان د طالبانو تحریک او د پاکستان د جهاد تحریک سره ژورې اړیکې لري او دې ټولو ډلو ته چې د افغانستان په پولو کې حضور لري، «مالي او لوژیسټیکي» مرستې رسوي، چې دوی د یو «لوی نړیوال ګواښ» په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د امنیت لپاره راپورته شوي دي.

د جورج ډبلیو بوش موسسې د ورځپاڼې د یوه وروستي راپور له مخې راغلي چې؛ طالبان د خلکو د ځپلو لپاره له «ټولواکۍ» نظام څخه کار اخلي او «خپلو ګټو ته تر بل هر څه» لومړیتوب ورکوي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې؛ امریکا باید طالبانو څخه د هر څه ځواب په کلکه وغواړي.

دې ورځپاڼې لیکلي: «طالبان له خپل «لوی فساد» څخه ګټه پورته کوي او پر افغانستان باندې د خپل واک د ساتلو لپاره له تاوتریخوالي او وېرولو څخه کار اخلي.

دې ورځپاڼې دا هم لیکلي چې؛ د طالبانو ستراتېژي د « هیواد له سرچینو بې برخې کول» او د خپل واک د ټینګولو لپاره «مالي سرچینو» ته د لاسرسۍ پر بنسټ ولاړه ده.

ده هېل ورځپاڼې لیکلي چې؛ د متحده ایالاتو واکمنۍ د نړۍ د مشرتابه په توګه د نړیوال امنیت او ډیموکراسۍ ته د «طالبانو د نړیوال فساد» له امله د رامینځته شوي ګواښ سره د مقابلې مسؤلیت لري او باید له دوي څخه د کړو ظلمونو پوښتنه وکړي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې؛ په داسې حال کې چې د افغانستان هر وګړی د ورځې له یو ډالر څخه په کم لګښت ژوند تېروي، خو طالبانو د بشري مرستو په جلبولو، د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق او د هیواد له خلکو څخه د پیسو د اخیستلو لپاره د نویو وسیلو په کارولو سره تر ۲ ملیارد ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړي دي.

ده هېل په دغه راپور کې ویلي چې؛ د طالبانو شاوخوا یو تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینو ته له لاسرسي سره دوی له بهرنیو لوبغاړو سره د همکارۍ وړتیا ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د وزیرانو شورا مشر محمد حسن آخند په کابل کې د دوی د څانګو تر منځ په یوه غونډه کې ویلي چې د اسلام او دین ساتنه یوازې د دوی دنده ده او دا د دوی الهی مسوولیت دی.