افغانستان

د کاناډا دولت په اوتاوا کې د افغانستان د سفارت کنټرول لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړې ده

د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جیسون کانګ ویلي؛ چې د دې هېواد حکومت په اوتاوا کې د افغانستان د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړې او آن د دوي دوه کاله مخکینی لیک یې لا تر اوسه نه دی ځواب کړی.

په همدې حال کې د نېشنل پوسټ د راپور له مخې؛ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت یوې بلې چارواکې مارلین ګوورمونټ زیاته کړې: «کاناډا به د طالبانو له خوا ټاکل شوی استازی ونه منی او له هغوی سره به رسمی اړیکې ونه پالي.»

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده وړاندې په کابل کې د دې هېواد پخواني سفیر عارف لالاني د کاناډا حکومت ته وړاندیز کړی وو؛ چې د افغانستان له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره په دې هېواد کې دیپلوماتیک شتون ته اړتیا لري.