افغانستان

طالبانو د جوزجان په ولایت کې يو تن په عام محضر کې اعدام کړ 

طالبانو نن (دوشنبه)د هیواد په شمال جوزجان ولایت کې یو تن د عامه وګړو په وړاندې اعدام کړ.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کس په فاریاب کې د یوه تن په وژنه تورن وو.

طالبانو زیاته کړې، چې د دې کس د اعدام په غونډه کې ډیری لوړ پوړي چارواکي او د همدې ولایت اوسېدونکو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو تېره اوونۍ یو تن د غزني ولایت په عام محضر کې اعدام کړی دی.

په دې تېرو څو ورځو کې د طالبانو له خوا لږ تر لږه څلور تنه د عام محضر په وړاندې په درو وهل شوي دي.