افغانستان

په نورستان کې د غره د ښوېيدو په پېښه کې پنځه تنه مړه شول؛ لسګونه نور بې‌درکه دي

په نورستان ولایت کې یو طالب چارواکی وایي چې په دې ولایت کې د غره د ښوېیدو له امله لږترلږه پنځه تنه مړه شوي او لسګونه نور لا بې‌درکه دي.

دا پېښه تېره شپه د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې شوې ده.

په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس سمیع‌الحق بیان وايي چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په تتین دره کې د غره د ښوېيدو له امله کابو ۲۵ کورونه تخریب شوي دي.

د هغه په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۲۵ تنه نور لا هم تر خاورو لاندې دي.

نوموړی زیاتوي چې دا پېښه په دغه ولسوالۍ کې د واورې او سخت باران د ورېدو له امله رامنځته شوې ده.