افغانستان

د دوحې ناسته؛ ګډون‌کوونکي به په څو برخو کې خبرې‌اترې وکړي

په همدې حال کې; د دوحې د غونډې ګډونوال به د افغانستان په اړه د بحث څو محورونه ولري؟ د افغانستان په اړه د دوحې غونډې په محورونو کې کوم مهم مسایل شامل دي؟

د دوحې د غونډې ګډون والو نن یکشنبه د افغانستان د مسئلې د حل لپاره بحث او سلامشورې پیل کړې. د یوې باوري سرچینې په وینا، سلامشورې او بحثونه په درېیو محورونو کې تنظیم شوي دي.

آمو ته سرچینې وايي، لومړی محور؛ د افغانستان د مسلې د حل لپاره د لويديځ او سيمې ترمنځ د نړيوالې اجماع د رامنځته کولو هڅې دي. تر دې مخکې د دغه ډول ایتلاف د شتون په اړه جدي اندېښنې موجودې وې.

سیاسي فعاله برنا صالحي وايي: «له بده مرغه هغه اختلافات چې د نړیوال نظام په کچه د قدرتونو په کچه شتون لري د افغانستان د مسئلې په اړه د اجماع په رامنځته کیدو منفي اغیز لري، نو زه فکر نه کوم چې د دوحې په غونډه کې به یو داسې اجماع چې د افغانستان د مسئلې په حل کولو او یا حل موندلو کې، مناسبه وي، ترلاسه شي.»

د سرچينې په وينا، په دويم محور کې به هم؛ داسې لارې ولټول شي چې د کومو فشارونو کارول به طالبان د افغانستان خلکو او د نړۍ هیوادونو ته مسؤل او ځواب ویونکي کړي.

داسې یوه حل لاره چې د ښځو او بشري حقونو فعالانو پرې په دوامداره توګه ټینګار کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله راحل تلاش وايي: «د نړۍ هېوادونو ته په ډاګه کړئ، دوی باید له دوی [طالبانو] سره همکاري ونه کړي، لکه څنګه چې ځینو هېوادونو له بده مرغه د سفارتونو دروازې د دوی پر مخ پرانیستې. ښه چلند لري آن له دې ډلې [طالبانو] سره همکاري لري.»

سرچینه ټینګار کوي؛ چې په درېیم محور کې به د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې په نقشه بحث او سلامشورې وشي. چې افغانستان څه ډول حکومت ته اړتیا لري چې کورنی مشروعیت او رسمي نړیوال تعامل ولري.

د هیلو په څپو کې د ښځو او د افغانستان د ټولو خلکو په ګډون د یو ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره هڅې.

سیاسي فعال فضل الهادي وزین وايي: «د دوحې کنفرانس له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا او په دې برخه کې د هر ډول ستونزو د هواري لپاره د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی.»

د افغان ښځو د یووالي او پیوستون بهیر د اعتراص په یوه برخه کې ویل شوی: «د دوحې غونډه باید په يو جامع حکومت، ټول ګډونه حکومت او پر یو داسې حکومت تمرکز وکړي چې ټول افغانان په کې ونډه ولري.»

په دغو درېیو مهمو محورونو بحثونه او سلامشورې به سبا دوشنبه د دوحې د غونډې په دویمه ورځ هم دوام وکړي، هغه مهم محورونه چې هر یو یې د دوحې په غونډه کې د هیلو ريښې لري.