افغانستان

د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو شورا: هېواد په «خطرناکه» لاره روان دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دیپلوماتیکو او کنسولي استازولیو د همغږۍ شورا د دوحې ناستې په تړاو په یوه بیانیه کې، خبرداری ورکړی چې هېواد په «خطرناکه» لاره روان دی او اوسنی بحران به لازیات شي.

ددې شورا په بیانیه کې همداراز راغلي چې د بې‌ثباتۍ درجه له افغانستانه اخوا ناوړه پایلې لري.

دغې شورا ویلي: «یو اړخیزه واکمني، له بشري حقونو سیستماتیکه په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه، په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې د خلکو غوښتنو ته بې پامي، د افغانانو له ګډو ارزښتونو او موخو سره په ټکر کې دي.»

ددې شورا په باور، اوسنی وضعیت (یو اړخیزه واکمني، له بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه؛ په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو، په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې د خلکو غوښتنو ته بې پامي د افغانانو له ارزښتونو او موخو سره په ټکر کې دي.»

له بلې خوا، دغې شورا ټینګار کړی چې د ملګروملتونو په کوربتوب د دوحې ناسته باید د «نوې کړنلارې» د رامنځته راتلو لامل شي چې له ډېرې مودې راهیسې یې افغانان غوښتونکي وو.

د دې شورا په وینا، د پایلو وړ سیاسي بهیر پر پیلولو؛ په تېره بیا د افغانانو ترمنځ د ملي خبرې اترې د یوې مهمې برخې په توګه، تراوسه د افغانستان په هکله په نړیوالو هڅو کې لږ ترسره شوې او اوس د دې وخت دی چې دا هڅې پراخې شي او د پایلو وړ سیاسي بهیر ته لومړیتوب ورکړل شي.

د افغانستان د دیپلوماتیکو او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا ټینګار کړی چې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به په افغانستان کې د سولې لپاره یوه د اغېزناکې کړنلارې د تضمین لپاره یو «مهم پرمختګ» وي.

دغې شورا زیاته کړې: «هغه تګلاره چې تمه کېږي د دوحې له ناستې او له دا ډول غونډو ترلاسه شي، باید له بشري حقونو له سرغړونې په تېره بیا «جنسیتي اپارتاید» او په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سیستماتیکو سرغړونو د پای ته رسولو په برخه کې مرسته وکړي. سربېره پر دې، راتلونکې ناسته باید د اړتیا وړ اجماع له جوړېدو سره مرسته وکړي.»

د افغانستان د دیپلوماتیکو او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا همداراز ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سره همکاري ته چمتو دي.