افغانستان

د قرغزستان ولسمشر په افغانستان کې د داعش په ګډون د شلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګندوي

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هغوی یې د سیمې هېوادونو لپاره لوی خطر بللی دی.

د قرغزستان ولسمشر په بیشکک کې د افغانستان په شپږمه امنیتي ناسته کې زیاتوي داعش په افغانستان کې په شلو ترهګرو ډلو کې تر ټولو خطرناکه ده.

د هغه په وینا، د ترهګرو ډلو فعالیت، د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو حضور او کمزوری اقتصاد د افغانستان تر ټولو لویې ننګونې ګڼل کېږي.

د قرغزستان ولسمشر د امریکا له‌خوا د افغانستان د اسعاري زېرمو پر آزادولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا پیسې باید د دغه هېواد د وګړو د سوکالۍ لپاره ولګول شي.

له دې سره همهاله، د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشف هم په دې ناسته کې خبرداری ورکړ چې شل ترهګرې ډلې چې څه د پاسه ۲۳ زره غړي لري د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې فعالیت لري.

د سیمې هېوادونو د ملي امنیت د سلاکانو او منشیانو شپږمه ناسته، د جمعې په ورځ د قرغزستان په پلازمیني بیشکک کې ترسره شوې ده.