نړۍ

نیویارک ټایمز: اسراییل د ایران د ګازو نل‌لیکو په چاودنو کې لاس لري

نیویارک ټایمز د دوو لوېدیځو او یوې ایرانۍ سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د ایران ګازو په نل‌لیکو کې د څو ورځې مخکې په چاودنو کې اسراییلو لاس لرلی دی.

ددغه راپور له مخې، د ایران په پنځو ولایتونو کې دولتي ودانیو، کورونو او لویو کارخونو ت ه د ګازو د رسېدو بهیر ګډوډ شو.

د دې راپور پربنسټ، لوېدیځو چارواکو ویلي چې دا بریدونه «پېچلي او دقیق» وو او له کورنیو عواملو سره د ایران له بېخ بنسټونو د خبرېدو په اړه په بشپړې همغږۍ شوي دي.

دغه چاودنې د تېرې اوونۍ په چهارشنبې او پنجشنبې ورځو په فارس، چهارمهال بختیاري ولایتونو او تهران ته نږدې د کیمیاوي موادو په یوه کارخونه کې شوې دي.

دوو لوېدیځو سرچینو نیویارک ټایمز ته همداراز ویلي چې د تهران د لوېدیځ قدس ښار په یوه کیمیاوي کارخونه کې د پنجشنبې ورځې چاودنه هم د اسراییلو کار و.

ایرانیو رسنیو له دې مخکې د دغه هېواد د تېلو وزیر جواد اوجي له قوله راپور وکړی چې دا چاودنې د ګازو د لېږد په سراسري شبکه او د فارس ولایت په درېیو برخو کې شوې دي.