افغانستان

د روسیې یوې محکمې د افغان خبریالې کبرا حسني د ایستلو حکم لغوه کړ

روسي رسنیو راپور ورکړی چې په روسیه کې یوې محکمې افغانستان ته د خبریالې او مدني فعالې کبرا حسني د ایستلو حکم لغوه کړی دی.

د مسکو ټایمز د راپور پر بنسټ، د سنت پټرزبورګ محکمې ددې حکم د لغوه کولو لامل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د دغې افغان افغان خبریالې له شکنجې او زنداني کېدو وېره بللې ده.

۲۷ کلنه کبرا حسني له هغو ۱۲ افغانانو له ډلې ده چې د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ناقانونه ورتلو په جرم د روسیې په پترزبورګ بندر کې نیول شوي وو.

د سه شنبې په رځ د سنت پټرزبورګ محکمې، کبرا حسني او یوولس تنه نور په دوه کاله بند محکوم کړل. دا حکم په داسې حال کې شوی چې دغو کسان دوه کاله په زندان کې تېر کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د روسیې د کډوالو چارو وزارت چارواکو له دې مخکې، د کبرا حسني د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړی و.

د راپورونو له مخې، د سنت پټرزبورګ محکمې د جمعې په ورځ د کډوالو په بند کې د مېرمن حسني د ساتلو لپاره د څارنوال غوښتنه کړې ده.

ددې محکمې په تلګرام پاڼه ویل شوي: «له روسیې د هغې (کبرا حسني) جبري ایستل شوني نه دي او په بند کې د مېرمن حسني زیات وخت تېرول، د هغې حقونه او آزادي محدودوي.»

کبرا حسني د اوکراین د پلازمیني کي‌یف په یوه پوهنتون کې محصله وه چې پر دغه ښار د روسیې له برید وروسته یې هڅه وکړه اروپا ته ولاړه شي؛ خو قاچاق کوونکو نوموړې مسکو ته ولېږدوله.