افغانستان

د طالبانو دوه ګوانتانامويي زندانیان چې په عمان کې «نظربند» وو کابل ته ورسېدل

د طالبانو دوه غړي چې له دې مخکې له ګوانتانامو بند څخه خوشي او اووه کاله په عمان کې «نظربند» وو، نن سهار کابل ته ورسېدل.

د لوګر ولایت اوسېدونکی عبدالظاهر صابر د ۲۰۰۲ کال په مې میاشت کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا او د خوست ولایت اوسېدونکی عبدالکریم د ۲۰۰۲ کال د اګست په څوارلسمه د پاکستان حکومت له لوري نیول شوي او ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوي وو.

دغه دوه طالبان له ۱۴ کاله زندان وروسته په ۲۰۱۷ کال کې خوشي او عمان هېواد ته ولېږدول شول؛ خو افغانستان ته یې د سفر اجازه نه لرله.

طالبان وايي چې پر عبدالظاهر صابر او عبدالکریم لګول شوي محدودیتونه د دوی د بهرنیو چارو وزارت د هڅو په پایله کې لیرې شول او دغه دوه تنه وتوانېدل کابل ته ستانه شي.

متحده ایالاتو بیا تر اوسه کابل ته د ګوانتانامو د دغو دوو زندانیانو د بېرته ستنېدو او د سفر محدودیت د لیري کولو په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې د طالبانو دغه دوه غړي په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو او له القاعدې ډلې سره د اړیکو په تړاو د امریکا او پاکستان له خوا نیول شوي وو.