افغانستان

عبدالغني برادر: په یوه یا دوو بانکونو کې د نقدو پیسو ستونزه شته

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د لومړي ځل لپاره مني چې د افغانستان په یو یا دوو بانکونو کې د بانکنوټونو ستونزه شته.

عبدالغني برادر د خصوصي بانکونو له ټولو ونډه والو چې له هېواده بهر ژوند کوي، غوښتي چې افغانستان ته راشي او د دې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.

له بلې خوا، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک مشر اعلان کړی چې د هېواد بانکونه له بحران څخه وتلي دي.

د اقتصاد عالي شورا د مشرتابه، د مالي ثبات کمېټې او د بانکونو ونډه والو په دویمه ناسته کې طالبانو د ځینو بانکونو ستونزې په ډاګه کړې او اعلان یې وکړ چې اوسمهال یو یا دوه بانکونه د بانکنوټونو له ستونزو سره مخ دي، خو د دغو بانکونو نوم یې یاد نه‌کړ.

عبدالغني برادر د بانکونو له ونډه والو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او له نږې خپل بانکونه اداره کړي.

دغه طالب چارواکی د بانکي ستونزو په هواري کې د بانک د شریکانو او د مالي ثبات کمېټې د غړو همکاري مهمه بولي.

عبدالغني برادر زیاته کړه: «په یوه یا دوه بانکونو کې د بانکنوټونو ستونزه شتون لري. د دې ستونزې د حل لپاره ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو. زه په تاسو غږ کوم چې خپل هیواد ته راشئ او د خپلو بانکونو ښه څارنه وکړئ ترڅو خپل پیرودونکي راجلب کړئ او د خپل وطن بیا رغونه کې ونډه واخلئ.»

په ورته وخت کې د طالبانو د مالیې سرپرست وزیر هم د بانکونو له هغو ونډه والو سره چې په بهر کې ژوند کوي، د همکارۍ ژمنه کوي.

د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر زیاتوي: «له پاتې ونډه والو لکه څنګه حاجي مولا صاحب (عبدالغني برادر) وویل، غواړو چې د خپلو بانکونو ونډې ته پام وکړئ، خپل بانکونه په پښو ودروئ، چې د ټول افغانستان اقتصاد ورسره پرمختګ وکړي او ثبات راشي، او د مالیې وزارت په استازیتوب له ټولو ونډه والو غواړو او ژمنه ورکوو هغه څه چې په وس کې لرو موږ، همکارۍ ته چمتو یو.»

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک مشر د دې ناستې موخه د بانکي سکتور د ستونزو هوارول ګڼي او په دې باور دی چې دا مهال د افغانستان بانکونه له بحران څخه وتلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري وايي: «د دې غونډې موخه دا ده چې د افغانستان د بانکدارۍ په سکتور کې ستونزې وڅېړل شي او د حل لارې یې وموندل شي. تاسو پوهېږئ چې د افغانستان بانکي سکټور له بحراني حالت سره مخ دی او پر بانکونو د خلکو باور کم شوی دی.»

د شنبې په ورځ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک عالي شورا غونډه وکړه او په دې غونډه کې یې د پیسو وینځلو، د ترهګرو د تمویل او د اسعارو د لیلام پر وړاندې د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

تر دې مخکې امریکا خبرداری ورکړی وو تر هغې چې طالبان د پیسو وینځلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اقدامات ونه کړي، د دغه بانک شتمنۍ به له امانت صندوق څخه مرکزي بانک ته ونه لېږل شي.