افغانستان

قمي: د «سیمې د تماس ډلې» رامنځته کېدو موخه له طالبانو سره مرسته ده

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې «د سیمه‌ییز تماس ډلې» رامنځته کولو موخه، له طالبانو سره همکاري ده.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر «د ایران اسلامي انقلاب بریا د پنځه‌څلوېښتمې کلیزې» په مراسمو کې د دې موضوع په بیانولو زیاته کړه چې د تماس ډله به «د اقتصادي وضعیت ښه کېدو، ثبات او د رغونې د بیا پیل» په برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

هغه کابل کې د تماس ډلې مخکینۍ ناستې ته په اشارې ویلي، چې تېره غونډه هم په همدې موخه رامنځته شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې مخکې کابل کې پر سیمه‌ییزو همکاریو په تمرکز یوه ناسته رامنځته کړه.