افغانستان

د طالبانو د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال: د دوحې ناستې اساسي موخه له طالبانو سره د نړۍ تعامل دی

په همدې حال کې د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال هغه کسان چې د طالبانو شل کلنه مبارزه جهاد نه ګڼي، د دوی دښمنان بولي.

دغه طالب چارواکي په ننګرهار کې د موسمي بدلون په نړیواله غونډه کې وویل چې دا کسان د افغانستان د عزت دښمنان دي.

له بلې خوا، عبدالکبیر ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست پر مهال د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، د رستورانتونو خاوندانو او خلکو له ځانمرګو بریدګرو سره مرسته کوله چې خپلو موخو ته ورسېږي، په ځانګړې توګه په کابل او ننګرهار کې.

په دې غونډه کې د طالبانو یو له جګپوړو چارواکو څخه عبدالکبیر؛ یو ځل بیا د طالبانو پر مخالفینو نیوکه وکړه او هغه کسان چې د دوی مبارزه جهاد نه ګڼي دښمنان اعلان کړل.

عبدالکبیر دا مسئله له دین سره تړلې وبلله او هغه خلک چې د دوی د مبارزې پر ضد دي د دین دښمنان ګڼي.

نوموړی وايي: «د ناټو او امریکا شل کلنه مبارزه چې کله څوک راشي ورته مېلمه وايي، د دین دښمنان دي، د عزت دښمنان دي، د وطن دښمنان دي، امریکایانو چې بمبارونه وکړل تاسو د غلام په حیث ورسره راغلئ او تاسو ته ورته مېلمه وایئ هیڅ افغان تاسو ته حق نه درکوي چې تاسو اشغالګر ته مېلمه وایئ.»

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ادعا کوي چې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، ډاکټرانو او د رستورانتونو خاوندانو د جمهوریت پر مهال خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له ځانمرګو بریدګرو سره مرسته کوله.

عبدالکبیر زیاتوي: «څنګه دلته موټر رارسوي؟ ښکاره خبره ده چې د ولسي خلکو همکاري ورسره وه. ده ته يې په خپل کور کې د شپې ځای ورکړی و په خپل موټر او موټر سايکل کې یې تر موخې پورې رسولی و. یا په ښار کې ډاکټر صاحب په خپل کلینیک یا په کوم هوټل کې یا د کور خاوند په کور کې یا د پوهنتون استاد ورته په خپل کور کې ځای ورکړی دی او د مجاهد سره یې تر موخې رسېدو پورې مشري او همکاري کړې ده.»

له بلې خوا، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د باران د کمښت، د هوا د ککړتیا او د تودوخې د لوړېدو پړه د نړیوالې ټولنې په اوږو اچوي او وايي، افغانستان چې کوم زیانونه لیدلي نړیواله ټولنه یې باید جبران کړي.

ندا محمد ندیم وايي: «زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې له افغانستان سره عدالت وکړي او د افغانستان مظلومیت د انسانیت په توګه درک کړي او هغه کسان چې د بشري حقونو خیال ساتي باید په دې ټکي پوه شي.»

د موسمي بدلون په اړه د طالبانو غونډه له دوو ورځو راهیسې په ننګرهار کې روانه ده او په دې غونډه کې طالب چارواکو د دوحې د ناستې په ګډون پر سیاسي مسلو خبرې وکړې.