افغانستان

د ژغورنې نړیواله کمیټه: له پاکستانه ایستل شوي نیم میلیونه افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

د ژغورنې نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، نیم میلیون افغان کډوال چې له افغانستانه په جبري توګه ایستل شوي، له «تیاره او ناڅرګند» برخلیک سره مخ دي او یو شمېر کډوال چې د بیا مېشتېدو په تمه وو، له پراخو ننګونو سره مخ دي.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان په اوسني وخت د څه د پاسه شپږ میلیونه کورني بېځایه شوي لري چې هېواد یې له سخت فشار سره مخ کړی په داسې حال کې چې افغانستان له ماتېدونکي اقتصاد او محدودو روغتیايي خدمات سره مخ دی.

دغې کمیتې زیاته کړې؛ دا کسان په داسې شرایطو کې چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري، له خوراکي نه خوندیتوب سره مخ دي.

ددې خبرپاڼې له مخې، سربېره پر دې هغه افغانان چې امریکا ته د تلو په تمه دي، په پاکستان کې له ګڼو ننګونو سره لاس و ګرېوان دي.

له بله پلوه، د ژغورنې نړیوالې کمیټې همداراز ویلي چې نړۍ باید افغانستان ته چې لا د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ناورین، پرلپسې وچکالۍ او سختو زلزلو په شان ننګونو سره مخ دی، پاملرنه وکړي.

ددې کمیټې په وینا افغانستان د بیا مېشتېدونکو کابو ۳،۲۵ میلیونه پناه غوښتونکو سره، په نړۍ کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمېر لري.

دغې کمیټې یو ځل بیا ټینګار کړی چې په روان زېږدیز کال کې به ۲۳،۷ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري او دې وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۳،۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

همداراز دغې کمیټې اټکل کړی چې له هرو درېیو افغانانو یو تن به په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو د نه خوندیتوب له بیړني وضعیت سره مخ شي.

سربېره پر دې، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره څه د پاسه درې میلیونه ماشومان، په خوارځواکۍ اخته دي.