افغانستان

د افغانستان په اړه د دوحې له ناستې مخکې کابل ته د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي سفر

د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو نن (دوشنبې) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې اترې وکړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي د ملګروملتونو ۲۷۷۱ پرېکړه لیک ته په اشارې سره ویلي چې په کابل کې د یوناما د استازي په شتون سره، «د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګمارلو اړتیا نه لیدل کېږي.»

طالبانو د سینیرلي اوغلو له قوله لیکلي چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د ګډون لپاره اجماع رامنځته شوې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ترڅو یو لوړپوړی پلاوی دغې ناستې ته ولېږي.

په دې بیانیه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوحې ناسته د افغانستان لپاره یو ښه فرصت بللي او ویلي یې دي چې ددې ناستې د جوړښت، اجنډا او تشکیل په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به طالبان د خپل ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د طالبانو په دې خبرپاڼه کې د ښاغلي سینیرلي اوغلو له قوله پرته له دې چې د دوحې ناستې په هکله د خبرو او سفرونو په اړه جزییات ورکړي ویلي چې هغه په دې اړه امیرخان متقي ته معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د دوحې د ناستې موخه د یوه دوامداره بهیر له لارې «په سیاسي برخه کې بریاوو ته د رسېدو لپاره» له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل دی.

تراوسه له ښاغلي متقي سره ددې کتنې په هکله د ملګروملتونو او فریدون سینیرلي اوغلو له اړخه جزییات نه دي خپاره شوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې ټاکل شوې ملګري ملتونه دوې اوونۍ وروسته د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربتوب وکړي.