ورزش

افغان کرېکټ لوبډلې په ټست لوبه کې له سریلانکا ماته وخوړه

د سریلانکا په وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ټست لوبې په څلورمه ورځ افغانستان دا لوبه وبایلله.

د لوبې په څلورمه ورځ افغان لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځېدل او د نورو ورځو خلاف دا لوبه د سریلانکا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په څلورمه ورځ افغان کرېکټ ملي لوبډلې یوازې په ۹۳ منډو سره خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي.

په دې لوبه کې یوازې نصیرجمال وتوانېده چې ۴۱ منډې وکړي او نور لوبغاړي نن ښه ونه ځلېدل.

افغان کرېکټ لوبډلې ددې ټست سیالۍ په لومړۍ ورځ د ۸۲ منډو په ترلاسه کولو اته لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډله ښه وځلېده او د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره یې ۱۹۹ منډې جوړې کړې.

خو د لوبې څلورمه ورځ ښه پيل نه شوه. افغانستان په دویمه نیمه کې د ۱۰ ویکټو په له لاسه ورکولو ۲۹۶ منډې ترلاسه کړې.

سریلانکا د ګټلو لپاره ۵۵ منډو ته اړتیا لرله. دغې لوبډلې ډېره چټکه لوبه وکړه او په اتم اور کې یې هدف پوره کړ او افغانستان ته یې د ۱۰ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د کرېکټ د دې ټسټ لوبې غوره لوبغاړی د سریلانکا پرابات جسوریا اعلان شو، چې د افغانستان څلور لوبغاړي یې سوځولي وو.