افغانستان

ژمي د یو شمېر زلزله ځپلو ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی

د هرات زلزله ځپلي وايي، ساړه موسم يې ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی او له خپلو ماشومانو سره تر سړو خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې تر اوسه هېڅ بنسټ ورسره ژمنۍ مرستې نه دي کړي.

بل خوا، د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی، چې نن د هرات زلزله ځپلو ته څه باندې ۵۰۰ کورونه ووېشل شول.

طلايي د هرات د زلزلې له امله د زرګونو زیانمنو شویو کسانو له ډلې څخه ده او د خپلو ماشومانو په ګډون د کورنۍ له شپږو غړو سره تر دې خیمې لاندې ژوند کوي.

وايي چې په دې ساړه موسم کې تر دغو خېمو لاندې سړې او سختې شپې او ورځې تېروي.

طلایي زیاتوي: «ستونزې ډېرې دي، ژمی دی، هوا سړه ده، اوبه نشته او سون توکي هم کم دي.»

که څه هم د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په زنده جان ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۵۵۰ کورونه زلزله ځپلو ته وېشلي دي.

خو د هرات د زلزله ځپلې کورنۍ وايي چې له مرستو او د کورونو له وېش څخه يې ګټه نه ده اخيستې او په بد حالت کې دي.

د ډوډۍ نشتوالی، د سونګ توکو او سرپناه نشتوالی په هرات کې د خېمو اوسېدونکو تر ټولو لويې ننګونې دي.

د هرات یوه زلزله ځپلې محبوبه وايي: «له هغه وخته چې زلزله شوې، موږ هېڅ نه لرو، په خېمه کې هوا سړه ده، تراوسه مو بخارۍ نه ده اېښې.»

د هرات زلزله ځپلی محمد انور وايي: «موږ لالهانده یو، هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لرو، له یوه بل ځای ته ځو.»

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هرات ولایت د څلورو زورورو زلزلو شاهد و، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه و ۱۱ زره نور ټپیان شول. په دغو زلزلو کې ۸۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي شول.