افغانستان

طالبانو د ملګروملتونو امنیت شورا د راپور موندنې رد کړې

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په خوست کې د ناستې پرمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې وویل چې دغه راپور «بې بنسټه» دی.

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې طالبان به هېڅکله هېڅ کوم مرکز ته په افغانستان کې اجازه ورنه کړي چې نړۍ ته زیان ورسوي.

تېره ورځ، چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل کلني راپور کې وویل چې د دې شورا موندنې ښيي چې په افغانستان کې القاعده شبکه اته ښوونیز مرکزونه، پنځه مدرسې او د وسلو یو مرکز لري.

په دې راپور کې پر القاعده سربېره په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصارالله، د داعش خراسان څانګې، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان شتون او د هغوی د پېچلو اړیکو یادونه هم شوې ده.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې طالبانو ځینو دغو ډلو ته د ناټو او امریکايي پوځیانو پاتې شوې وسلې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کلنی راپور… خو په دې راپور کې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د القاعده شبکې د فعالیتونو په اړه ډېر ویل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، القاعده او طالبان پیاوړي، نږدې او شخصي اړیکې لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې القاعده اوس مهال په افغانستان کې ۸ ښوونیز مرکزونه، ۵ مدرسې او د وسلو یو مرکز د طالبانو تر ادارې لاندې لري.

په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې ۴ ښوونیز مرکزونه، په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو مرکز، په لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان او پروان کې ۵ مدرسې.

راپور کې ویل شوي؛ ځینې کسان هڅه کوي چې د القاعدې د لوړ پوړو څېرو او په ایران کې د القاعدې د مشر سیف العدل ترمنځ اړیکې ټینګې کړي؛ که څه هم د امنیت شورا یوه غړي هېواد په دغه راپور کې په ایران کې د القاعدې د مشر شتون رد کړی دی.

د القاعدې سربیره؛ راپور په افغانستان کې د داعش شتون یو ستر ګواښ بللی، خو ټینګار یې کړی چې د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزې د هغوی فعالیتونه کم کړي، خو په ایران او پاکستان کې د داعش بریدونو ته په اشارې سره وايي چې داعش په سیمه کې او له سیمې هاخوا د ګواښونو د رامنځته کولو وړتیا لري.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «موږ د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش ډلې له امله اندېښمن یو، لا هم چاودنې او ځانمرګي بریدونه کېږي، لا هم سم امنیت نه لرو، دا یوه جدي مسئله ده چې اوسنی حکومت (طالبان) باید د دغو بریدونو په اړه اقدام وکړي.»

له ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان د سیمې او د اسیا سویل لپاره د یو بل جدي ګواښ په توګه یادونه شوې ده، په راپور کې ټینګار شوی چې طالبانو ټي ټي پي ته د امریکايي ځواکونو له خوا پاتې شوې ځینې وسلې ورکړي دي.

دغه راپور د طالبانو، ټي ټي پي او القاعدې ترمنځ د اړیکو د ټینګوالي په اړه ویلي او ټینګار یې کړی چې طالبان د ټي ټي پي له موخو سره موافق دي؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا زیاته کړې چې ټي ټي پي د القاعدې په ملاتړ د افغانستان له پولو څخه د بریدونو د ترسره کولو وړتیا هم لري. او له حکیم المصري څخه یې چې په کنړ کې دی، د ټي ټي پي د ځانمرګو بریدګرو د ښوونیزو مرکزونو د مسؤول په توګه یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کلني راپور کې راغلي: ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان، طالبان د ټي‌ټي‌پي له موخو سره موافق دي، د ټي‌ټي‌پي ځینې غړي او د هغوی کورنۍ له طالبانو منظمې مرستې ترلاسه کوي، حکیم المصري په کنړ کې د ټي ټي پي د ښوونیزو مرکزونو مسوول دی.

امنیت شورا همداراز ویلي دي چې د جماعت انصارالله بودیجه د القاعده شبکې او طالبانو له خوا تأمین کېږي. د لشکر منصوري او د طالبانو د ځانمرګو ډلو یوه برخه هم د جماعت انصارالله غړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کلني راپور کې ویل شوي چې د جماعت انصارالله بودیجه د طالبانو او القاعدې له خوا تمویلېږي. د لشکر منصوري او د طالبانو د ځانمرګو ډلو یوه برخه هم د جماعت انصارالله غړي دي. خو په کونړ او ننګرهار کې یې یو شمېر قوماندانان له داعش سره یو ځای شوي دي.

د راپور په دوام کې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ يادونه هم شوې او ويلي يې دي، چې د عبدالحق په نوم د دغه غورځنګ عمومي مشر په افغانستان کې دی. د دغه راپور پر بنسټ، د ختيځ ترکستان غورځنګ په افغانستان کې تخنيکي واحدونه د بې پيلوټه جنګي الوتکو د جوړولو له امکاناتو سره په اختیار کې لري.

په راپور کې ویل شوي چې د دغه غورځنګ مرکز په بغلان کې دی او له ټي ټي پي سره د همکارۍ په اړه یې اندېښنه هم شتون لري.

خو طالبانو د امنیت شورا دغه راپور د ملګرو ملتونو له ادرسه ناوړه ګټه اخیستنه بللې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر وايي: «افغانستان (طالبان) به هيڅکله مرکزونو ته اجازه ور نه کړي چې نړۍ ته زیان ورسوي. په دې اساس د امنیت شورا لخوا پورته شوی اعتراض او دا چې په افغانستان کې د القاعدې شپږ مرکزونه شتون لري، بې بنسټه، او شوم تبلیغات دي.»

طالبان تل ټینګار کوي چې له افغانستان څخه نړۍ ته کوم ګواښ نشته. خو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو ادعا کړې چې په ځینو برخو کې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.