افغانستان

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د ژمي په سړه هوا کې له ګڼو ستونزو شکایت لري

له پاکستانه يو شمېر راایستل شوي او راستانه شوي کډوال چې دا مهال په هرات ولايت کې مېشت دي، وايي د ژمي لپاره د کافي خوړو او سون توکو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې په دې سړه هوا کې مناسبه سرپناه نه لري او تراوسه د مرستندویه ادارو له خوا ورته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.

په ورته وخت د کډوالۍ کارپوهان وايي چې په سړه هوا کې د دغو کډوالو ډله ایز راشړل کېدل به په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړي.

د هرات ولايت له مرکز ٢٥ کيلومتره لرې، د دغه ولایت په ختیځ کې د محمد عثمان کور؛ د هغو زرګونو کډوالو له ډلې څخه دى چې له پاکستانه را شړل شوى دى.

نوموړی چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د پاکستاني پولیسو له خوا راوشړل شو وايي، اوس په یو نامناسب حالت او له ناڅرګند راتلونکي سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.

له پاکستانه را شړل شوی محمد عثمان وايي: «شپږ کاله په پاکستان کې وم، له پاکستانه راغلو، دلته را ورسیدو، همدا سرپناه چې اوس یې لرو، د شپې له یخنۍ تر سهاره نه ویده کېږو او له خدای پرته بل هېڅوک زموږ غږ نه اوري. تر دې ساعته، له موږ سره د کومې موسسې یا ادارې له خوا مرسته نه ده شوې.»

د ژمي راتګ د دغو را شړل شویو ستونزې څو برابره زیاتې کړي دي. د کافي خوړو، مناسبې سرپناه او د تودوخې د اسانتیاوو نشتوالی د دوی له لویو ننګونو څخه دي.

له پاکستانه ایستل شوی ملا داد وايي: «څلور کورنۍ یو ځای ژوند کوو. ستونزه دا ده چې نه خواړه لرو او نه سرپناه. سړې هوا موږ ته ستونزې را ولاړې کړي دي. څلور میاشتې کیږي چې دلته یو او په لوږه او تنده کې ژوند کوو.»

له پاکستانه یو بل ایستل شوی کډوال حضرت ګل وايي: «د خوړو لپاره څه نه لرو، ٧٥٠٠ افغانۍ او درې دانه کمپلې له موږ سره مرسته شوي، نور هېڅ هم نه لرو او په کور کې ناروغ هم لرو.»

د کډوالۍ کارپوهان په دې سړه هوا کې د دغو کډوالو په را شړل کېدو نیوکې لري.

اخوا، د کډوالو چارو پوه محمد خان طالبي محمدزی وايي: «په سړه هوا کې د قانوني او غیر قانوني کډوالو ډله ایز ایستل به په اقتصادي برخو کې د منفي اغیزو او په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتوالي لامل شي. نړیوال سازمانونه هم باید د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.»

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې ډېری دغه افغانان د لومړي ځل لپاره افغانستان ته ځي او نه پوهېږي چې په دې ساړه ژمي کې چېرته ولاړ شي.

د راپورونو پر بنسټ، پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تراوسه ۴۷۸ زره ۳۰۰ بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.