افغانستان

افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۲ درجې راټیټ شو

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په۲۰۲۳ کال کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې په شلو امتیازونو د نوملړ ۱۶۲ درجې ته راټیټ شوی دی.

افغانستان له دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۲۴ امتیازونو ۱۵۰ ځای درلود.

افغانستان له فساد سره د مبارزې له پلوه د سوډان، برما، تاجکستان، چاد، کومور او اریتریا په شان هېوادونو څخه دی.

دا په داسې حال کې دي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې په شپاړسو امتیازونو د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۴ ځای درلود.

په دې راپور کې ایران هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله د امتیاز په له لاسه ورکولو ۱۴۹ ځای خپل کړی دی.

ډنمارک د ۹۰ امتیازونو په لرلو، د نړۍ تر ټولو پاک هېواد بلل شوی او فنلنډ او د ۸۷ امتیازونو او نیوزیلند د ۸۵ امتیازونو په ترلاسه کولو دوهم او درېیم ځای لري.

په دې لړ کې، سومالیا د تېر کال په پرتله په دوه درجې سقوط سره د ۱۱ امتیازونو په لرلو د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی دی.

ددې راپور له مخې، هغه هېوادونه چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې لوړ ځای هم لري، له سزا معافیت د دې لامل شوی چې په ځینو هېوادونو کې فساد زیات شي.