افغانستان

کابل کې د طالبانو «سیمه‌ییزه» ناسته په ځنډ ترسره کېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «د افغانستان سیمه‌ییز نوښت» ناسته د دویم ځل لپاره ځنډېدلې او ښايي د کابل په وخت د مازدیګر تر ۴:۳۰ بجو ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل له دې مخکې په یوه پیغام کې آمو ته ویلي و، چې دا ناسته د «هوا د خرابوالي» له امله ځنډېدلې او ښايي ماسپښين ۲:۰۰ بجې پورې پیل شي.

طالبانو تر اوسه د دې ناستې د ګډونوالو د نوملړ په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي.

تمه کېږي چې په دې ناسته کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي.

دا ناسته به په داسې حال کې ترسره شي، چې ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د هېوادونو د استازو په حضور د افغانستان په اړه یوه ناسته ترسره شي.