افغانستان

د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه شول

نن یکشنبه د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې په پایله کې لږترلږه ۱۷ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شول.

کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ سروبي ولسوالۍ په یوه سیمه کې لږترلږه لس ترافیکي پېښې شوې دي.

د هغه په وینا، په تلفاتو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.

هغه د دې ترافیکي پېښو لامل «د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه رعایت» بللی دی.