افغانستان

ګارډین سندې: پاکستان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د داعش د لېږلو په هڅه دی

عکس له آرشیف څخه

بریتانیايۍ رسنۍ «ګارډین سندې» د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د پاکستان پوځ د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان خاورې ته د داعش جنګیالیو د لېږلو په لټه کې دی.

دغې رسنۍ نن (یکشنبه، د سلواغې پر اتمه) د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د پاکستاني پوله ساتونکو نښتې ته په اشارې ویلي چې دا جګړه افغانستان ته د داعش غړو د تېرولو لپاره د پاکستان پوځ د هڅو پر مهال شوې ده، چې د دې راپور له مخې د داعش جنګیالي د پاکستان له سرحدي پوستو په تېرېدو له طالبانو سره نښتي او بېرته د پاکستاني ځواکونو پر لور تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې لوړپوړو پاکستاني چارواکو په نړیوالو ناستو کې د داعش خراسان ډله د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره جدي ګواښ بللی دی.

په دې لړ کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) مخکینی قوماندان احسان‌الله احسان له ګارډین سندې سره په خبرو کې ویلي، پاکستان د داعش په مرسته د افغانستان په خاوره کې د نفوذ په هڅه تورن کړی دی.

د ټي‌ټي‌پي د مخکیني قوماندان د خبرو پر بنسټ، داعش جنګیالي د پاکستان له سرحدي پوستو په تېرېدو له طالبانو سره نښتي او بېرته د پاکستاني ځواکونو پر لور تښتېدلي دي.

هغه وايي: «طالبان د داعش عناصرو د له منځه وړلو لپاره د پاکستاني ځواکونو مرکزونه په درنو وسلو په نښه کړي، چې په ځواب کې یې پاکستاني لوري هم له توپونو کار واخیست.»

احسان همداراز ویلي: «داعش جنګیالي هلته د پاکستان پوځ له بشپړ ملاتړ برخمن وو، او د دې هېواد د پوځ له خوا له پوځي ملاتړ سره یو ځای وو، چې بیا دې موضوع ته د طالبانو پام شو.»

د طالبانو یوه لوړپوړی چارواکي چې په دې راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه مخکیني قوماندان څرګندونې هم تایید کړې دي.

طالبانو او اسلام‌اباد لا هم په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.