افغانستان

یو شمېر کورنۍ د نیولو له وېرې خپلو لوڼو ته له کوره بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي

File Photo.

يو شمېر کورنۍ وايي، چې د نيول کېدو له وېرې خپلو لوڼو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي

یو شمېر نجونې وايي، د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو نیول زیات شوي او په بازارونو او ښار کې د نجونو تګ راتګ محدود شوی دی.

له بلې‌خوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې ټینګار کوي چې د نجونو او ښځو نیول کېدو په هېواد کې د خلکو پر روحي او رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

هغه ويډيو چې تازه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کیږي ښيي چې طالبان په دشت برچي کې يوه نجلۍ نيسې او موټر ته یې پورته کوي.

تراوسه د ويډيو د ثبت دقيقه نېټه معلومه نه ده، خو يو شمېر کورنۍ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ښځو او نجونو د نيولو زياتوالى د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې دغه ډول نيولو د خلکو پر روحي او رواني وضعیت ناوړه اغېز کړى دى.

يو شمېر نجونې وايي، د طالبانو له خوا د نيول کېدو له وېرې حتی د خپلو اړتيا وړ توکو د پېرلو لپاره هم بهر نه وځي.

د کابل اوسېدونکې راحله وايي: «د ښځو لپاره په بازارونو کې تګ راتګ خورا ستونزمن شوی دی ځکه ډیر ستونزمن شرایط راغلي، حتی کورنۍ انجونو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره بهر ولاړې شي ځکه چې طالبان نجونې وړي.»

د هرات اوسېدونکې صفیه وايي: «له هغې وروسته چې طالبانو په کابل کې د نجونو نیول پیل کړل، له بده مرغه د ټولو کورنیو حالت بدل شوی، یعنې شخصاً زه خپله اوس یوازې چېرې نه شم تللی، له چادر نماز پرته مې کورنۍ اجازه نه راکوي.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د ښځو او نجونو زنداني کول په کورنیو کې لوی شرم ګڼل کیږي او د دوی په باور دا ډول نیول د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.

د ښځو د حقونو فعاله صنم کبیري وايي: «د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو او نجونو زنداني کول کورنیو ته لوی شرم ګڼل کیږي، زه خواشینې په دې یم چې نارینه به تر کله چوپه خوله وي، ښځه، لور او مور مو زندان ته اچول کیږي او شکنجه کیږي، خو تر کله یې تاسو غلې ننداره کوئ.»

تر دې مخکې یوناما هم په یوه راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو پر دوام نیوکه کړې وه – هغه راپور چې طالبانو رد کړی و.