افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر: د افغان کډوالو ایستل سمه پرېکړه وه او راتلونکی دولت باید دوام ورکړي

د پاکستان د موقت دولت لومړي وزیر انورالحق کاکړ یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډالو د ایستلو توجیه ته پام کړی او ویلي یې دي چې دا سمه پرېکړه وه او راتلونکی دولت باید دغه بهیر ته دوام ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر جمعه (د سلواغې پر ۶) له یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیون سره په خبرو کې زیاته کړې: «هغه افغانان چې پاکستان ته ننوځي، باید ویزه ولري. په کوم هېواد کې بهرني وګړي له پاسپورت پرته تګ راتګ کوي؟»

هغه زیاتوي: «د ګاونډیو هېوادونو وګړي له دې جملې د افغانستان خلک باید د پاکستان د کډوالۍ پر قوانینو ودرېږي؛ ځکه دا په ټوله نړۍ کې یوه دود کړنه ده.»

د پاکستان دولت د کډوالو لپاره د ټاکل شوې مودې له پایته رسېدو وروسته چې کډوال باید خپل هېواد ستانه شوي وای، د کورونو پلټنې پیل کړې او زیات شمېر افغان کډوال یې ونیول او وایستل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ایستلو بهیر له پیل راهیسې ۴۷۵ زره او ۶۰۳ بې‌اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستل او هېواد ته ستانه شوي دي.

انورالحق کاکړ همداراز د پاکستان جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن سفر ته په اشارې ټینګار وکړ، چې هغه افغانستان ته په یوه خصوصي ژمنه تللی و او د پاکستان دولت په مستقیم ډول پکې لاس نه لري.

د پاکستان لوموړي وزیر د پاکستان پر خاوره د ایران د برید په اړه ویلي، چې هغه دا تېری غندي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونو له دې پېښې وروسته د کړکېچ د کموالي پر اړتیا هوکړه وکړه.

هغه په دې مرکه کې ویلي: «د پاکستان پر خاوره د ایران برید په بشپړ ډول ناسم و او پاکستان دغه تېري ته مناسب ځواب ورکړ. د ایران له بریده حیران شوو او موږ داسې تمه نه لرله.»